
کابل، د کب ۲۷مه، باختر
د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت سرپرست محمد خالد حنفي په افغانستان کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي او مل پلاوي سره وکتل.
شیخ محمد خالد حنفي د ایران هېواد له لوري د افغانستان اسلامي امارت شارژدافیر منل او سفارت ورته سپارل وستايل او دا یې په ایران کې د افغان کډوالو لپاره هم یو ستر مسئولیت ادا کول وګڼل تر څو د هغوی چارو ته لا ښه رسېدنه وشي.
نوموړي همدا راز د اسلامي نړۍ په یوالي ټینګار وکړ او یو د بل مرسته يې د ټول ګډ مسوولیت وباله.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د ایران سفیر په دغه کتنه کې د امر بالمعروف سرپرست وزیر ته د همکاریو ډاډ ورکړ.
نوموړي په افغانستان کې د نجونو په زده کړو بندیز د اسلامي امارت کورنۍ موضوع وبلله او هیله يې څرګنده کړه، چې اسلامي امارت به یاده موضوع په ښه توګه حل کړي.
د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د ایران سفارت مسوولینو تر دې وړاندې د کابل له ښاروال سره هم کتلي وو او ژمنه يې کړې وه، چې ایران به له کابل ښاروالۍ سره د ښاري ښکلا په برخه کې مرستې وکړي.
افغانمل