خبرونهورزش

په کابل کې د باتوران دود سیالۍ ترسره شوې

کابل، د وږي ۸ مه، باختر

د کابل ښار ۱۰کلپونو د کوچنیانو، نوي ځوانانو، ځوانانو او لویانو سني کټګوریو ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د افغانستان اسلامي امارت د بریا لومړۍ کالیزې نمانځنې په مناسبت د باتوران دود سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې ګډون کوونکي ورزشکاران د نوي ځوانانو په برخه کې له ۲۵تر ۳۵کیلو وزن، ځوانان له ۴۰تر ۶۵کیلو وزن او لویان له ۶۵ او له هغه پورته وزن کې له یو بل سره ولوبېدل.

په یادو سیالیو کې ګډون کوونکي وزرشکاران د داسې پروګرامونو له ترسره کېدو خوښ دي او په مرکز او ولایتونو کې د ورته نورو ورزشي پروګرامونو د ترسره کېدو غوښتنه کوي.

د یاد ورزشي پروګرام په پای کې د لومړي، دویم او درېيم مقام ګټونکو ورزشکارانو لپاره د باتوران دود فدراسیون کپونه، مډالونه او ستاینلیکونه هم په پام کې نیولي دي.

د یادونې وړ ده چې ټولو ورزشي فدراسیونونو په مرکز او ولایتونو کې د اسلامي امارت د بریا لومړۍ کالیزه او د زمري ۲۸د هېواد د خپلواکۍ ورځې د ورزشي پروګرامونو په ترسره کولو سره ونمانځلې.

س.صدیقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا