خبرونهفرهنګ

په کابل کې د باغبان کوڅې پخوانی جومات بیا رغول کېږي

کابل، د لړم ۲مه، باختر

چارواکو د کابل په زړه کې د باغبان کوڅې د پخواني جومات د بیا رغونې خبر ورکړی دی.

دغه جومات شاوخوا سل کاله وړاندې د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې جوړ شوی، چې اوس مهال یې ښاروالۍ د بیا رغونې تکل کړی دی.

د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد وايي چې، په یوه تاریخي ګذر کې یاد جومات د کورنیو جګړو پرمهال او نورو طبیعي پېښو له امله ویجاړ شوی، چې اوس یو ځل بیا د معمارۍ پخوانۍ بڼې په پام کي نیولو سره په بنسټیزه توګه رغول کیږي.

نوموړي زیاته کړه، چې کابل ښاروالۍ د تاریخي ارزښتونو او کلتوري میراثونو د ساتنې په برخه کې له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره همکاري او همغږي لري.

د باغبان کوڅې په تاریخي ګذر کې تل له دې جومات څخه د مینې، ورورولۍ او یو بل سره د مرستې پیغامونه پورته شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او کابل ښاروالۍ څه موده وړاندې د کابل د تاریخي سیمو د بیا رغونې په تړاو هوکړه وکړه.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا