(PS)خبرونه(PS)ورزش

‏په کابل کې د بډمنټون ملي ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې

کابل، د غبرګولي ۱۰مه، باختر
په کابل کې د بډمنټون ۶ورځنۍ ملي ټاکنیزې سیالۍ، چې له ۱۲ ولایتونو څخه پکې ۱۵۰ لوبغاړو ګډن کړی وو پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو د پای په مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د مالي چارو سرپرست رئیس مولوي محمد الله احساس، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین محمد یونس راشد، په افغانستان کې د ترکیې هېواد د تیکا موسسې رئیس عبدالاکین اردوغان، لوبغاړو او د ورزش مینوالو ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو معین محمد یونس راشد په يادو مراسمو کې وويل چې لوبغاړي په نړیواله کچه د سولې سفیران دي.
راشد زياته کړه، چې لوبغاړي بايد نړیوالو ته د مینې او سولې پیغام وړاندې کړي.
په پای کې د بډمنټون فدراسیون رییس ارشاد الحق صدیقي د یاد فدراسیون په ستونزو او لاسته راوړنو مفصلې خبرې وکړې.
نوموړي د تیکا موسسې او ملي سپورټ له مسولینو څخه غوښتنه وکړه، چې په راتلونکې کې هم له یاد فدراسیون سره همکار پاتي شي.
هېره دې نه وي، چې د دغو سیالیو په پایله کې له دریو کټګوريو ( تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو) څخه ۴۰ لوبغاړي ملي لوبډلې ته و ټاکل شول.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا