امنیت

د ملي امنیت سلاکار په مشرۍ د امنیتي سکتور د رهبرۍ غونډه تر سره شوه

کابل باختر د ثور  ٢٤

پرون له غرمې وروسته د افغانستان داسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په مشرۍ، د امنیتي او دفاعي سکتور د لوړپوړو مقاماتو په ګډون د امنیتي سکتور د رهبرۍغونډه تر سره شوه.
دملي امنيت شورا مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې د همکاریو د میثاق د تطبیق پر څرنګوالي بحث وشو، دملي امنیت سلاکار اړوندو ارګانونو ته لارښوونه وکړه، چې ددندو د اجرا او موخو ته د رسیدو چارې ګړندۍ کړي. محمدحنيف اتمر په ځانګړي توګه د امنیتي او دفاعي سکتور په برخو کې د فعالیتونو پر پیاوړتیا او ګړندیتوب ټینګار وکړ.
د امنیتي سکتور د رهبرۍ په غونډه کې د افغانستان عمومي امنیتي حالت، د ترهګرو د فعالیتونو څرنګوالی او په ولایتونو کې د امنیتي ګواښونه و څیړل شول او د مدیریت په موخه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.
دملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر اړوندو امنیتي او دفاعي ارګانونو ترمنځ د ستراتیژیکي او اطلاعاتي همغږیو پر پراختیا او پیاوړتیا ټینګاروکړ او له اړوندو ارګانونو یې وغوښتل چې د راتلوونکو امنیتي او نظامي ګواښونو د مخنیوي او مدیریت په موخه د بیړنیو اقداماتو تابیا وکړي.
د ناستې په پای کې دملي امنیت سلاکار په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت د ځواکونو د عمومي قوماندان مرستیال ښاغلي جنرال هاس د بریالي ماموریت ستاینه وکړه او له ده سره یې د نورو لوړ پوړو امنیتي چارواکو په شتون کې د مخه ښې دود پر ځای کړ محمدحنيف اتمر د جنرال هاس ماموریت د افغان ځواکونو د روزنې او مهارتونو د پورته کولو په برخه کې مهم وباله او ده ته یې له خپله اړخه ستاینلیک ورکړ.
پاى- ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته