خبرونهامنیتTOP

په کابل کې د تېر ماښام په عملیاتو کې ۶ تنه داعشیان وژل شوي او ۲ تنه يې ژوندي نیول شوي دي

کابل، د تلې۳۰مه، باختر
په کابل کې د داعشیانو پر ضد پیل شوي عملیات د ۶ تنو داعشیانو په وژل کېدو او د ۲ تنو په ژوندي نيول کېدو سره پای ته ورسېدل.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د داعشیانو د یوې مهمې شبکې پر ضد د کابل په ختیځ کې د ځانګړو قطعاتو له لوري عملیات ترسره شول، چې لومړی د دوی دوه مهم کسان ژوندي ونیول شول.
مجاهد زیاتوي، چې وروسته ځانګړو ځواکونو د کابل ښار د اتمې حوزې په مربوطاتو کې د داعشیانو یو پټنځای کشف او تېر ماښام پرې عملیات پیل شول، چې په پایله کې يې د داعشي ملېشو ۶تنه ووژل شول.
د نوموړي په خبره د دغو عملیاتو په پایله کې یو عراده کرولا ډوله موټر، کلاشینکوفونه، لاسي بمونه او چاودېدونکي توکي هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
ذبیح الله مجاهد همدارنګه وویل، چې په دې عملياتو کې وژل شوي داعشیان ټول هغه مجرمان وو، چې د کابل د وزير اکبرخان جومات، د دشت برچي په سيمه کې د کاج په ښونيز مرکز او د نورو ځينو ملکي سیمو په بريدونو کې یې لاس درلود او د اسلامي امارت د کشفي ارګانونو له لوري پيژندل شوي وو.
د یادونې وړ ده، چې د تېر ماښام په‌ عملياتو کې یو مجاهد شهید او یوتن ټپي شوی دی.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا