کابل باختر/ د کب د میاشتې ۱۵مه
له ایران څخه له ۶۰ تنو راستنو شویو مهاجرینو سره پرون په غور ولایت کې مرسته وشوه .
د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي د باختر اژانس خبریال ته وویل چې په دغو مرستوکې چې خوراکي توکي او لګښتي مالونه شامل دي؛ د مهاجرینو چارو د ریاست په همغږۍ د «آی. او. ام» دفترله خوا وویشل شوې.
ختم/ع