سیاستخبرونهTOP

په کابل کې د جاپان سفیر: د افغانستان امنیت د سیمې لپاره مهم دی او موږ غواړو، له دغه هېواد سره اړیکې له سره ورغوو

کابل، د لېندۍ ۹مه، باختر

د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست شیخ محمد خالد الحنفي  پرون په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د جاپان له سفیر تاکویا تانیموتو سره ولیدل.

سرپرست وزیر د جاپان سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ د افغانستان او جاپان تر منځ پخوانیو اوږدو اړیکو ته په اشارې سره وویل، چې اسلامي امارت د یادو اړیکو د لا پیاوړتیا غوښتونکی دی.

شیخ محمد خالد الحنفي همدارنګه جاپانیان په نړۍ کې خپل هېواد ته د ژمنتیا يوه نمونه وبلله او ويې ویل، اسلامي امارت هم همداسې اراده لري او دې برخه کې يې د جاپان له سفیر څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

سرپرست وزیر زیاته کړه، چې د یو هېواد پرمختګ،  ښې حکومتولۍ، ملت ته ژمنتیا او نړۍ سره تعامل پورې تړلی دی، چې اسلامي امارت دې ټولو ته ژمن دی.

نوموړي د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونواورېدو وزارت په اړه د جاپان سفیر ته هر اړخیز مالومات ورکړل.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د جاپان سفیر تاکویا تانیموتو په دغه کتنه کې وویل، چې په کابل کې د یاد هېواد د سفارت بیا پرانیستل کېدل له افغانستان سره ښو اړیکو ته د ژمنتیا ښودنه کوي.

تانیموتو زیاته کړه، چې د افغانستان امنیت د ټولې سیمې لپاره مهم دی او جاپان غواړي، چې له دغه هېواد سره اړیکې له سره ورغوي.

سرچینې همدارانه وویل، چې جاپان به په دې اړه خپلو هلوځلو ته دوام ورکړي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا