سیاست

جمهور رييس غني په باقر العلوم جومات بريد وغانده.

کابل باختر  دليندۍ لومړي نيټه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس په باقرالعلوم جومات کې په لمونځ کوونکو او عبادت کوونکو وحشیانه برید په سختو ټکو وغانده.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند د جمهور رييس دوياند دفتر له لارې باختر آژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي .
د هېواد جمهور رئیس په دغه دردونکې پېښه د ژور تاثر په ترڅ کې دا نه بښونکی عمل او لوی جنایت د افغانستان د دښمنانو کار وباله او په سپېڅلو مذهبي ځایونو برید یې له اسلام او د افغانستان دښمنانو سره  ښکاره دښمني  او د نفاق اچولو هڅه وبلله.
جمهور رئیس غني ټولو صحي مسوولینو ته دستور ورکړ، چې د دې پېښې د ټپیانو د درملنې او ټولو زیانمنو شویو سره خپلې هڅې ونه سپموي .
جمهور رئیس غني د قربانیانوله کورنیو سره د ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګند کړل او د خدای تعالی په دربار کې یې ټپیانو ته د سالمې روغتیا او شهیدانو ته د فردوس جنت هیله وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته