خبرونهاقتصادTOPروغتیا

په کابل کې د درمل پلورلو یو سوداګریز مارکېټ جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل، د لړم ۲۵مه، باختر

د پنځلسمې ناحیې اړوند د پروان هوټل درمل پلورونکو ته څېرمه د( کابل درمل پلورلو سوداګریز مرکز) په نامه د یوه سوداګریز مارکیټ چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یاد مارکېټ د پرانیستې په مراسمو کې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، د کابل ښاروالۍ د مالي او اداري چارو د مرستیال مولوي سید عصمت الله عاصم، د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې د مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني، د درملو د خدمتونو ټولنې د مرستیال محمد اسحاق اسحاق زي او د یاد مارکیټ د مسئول مهندس محمد قاسم سادات له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني په دغو مراسمو کې د خصوصي سکټور فعالیت کوونکي د ښار آبادۍ ته وهڅول او د مارکیټ له مسئولانو څخه یې وغوښتل څو با کیفیته  او ګټور درمل ښاریانو ته وړاندې کړي.

یاد مارکیټ په ( ۳۹۴۴) متر مربع ځمکه او دوه پوړونو کې د تقریبا ۱۰۰ میلیونو افغانیو په لګښت په بنسټیزه توګه د خصوصي سکټور په ګډون جوړ شوی  او تر دریو کلونو پورې به ترې په میاشتنۍ توګه (۴۵۰۰۰۰) افغانۍ عواید د کابل ښاروالۍ بانکي حساب ته استول کېږي.

د دې مارکیټ په لومړي پوړ کې د درمل پلورلو ۷۰ هټۍ، په دویم پوړ کې ۳۰ کاري دفترونه او په دریم پوړ کې یو جومات چې په یوه وخت د ۱۳۰ تنه لمونځ کوونکو ځای لري ، جوړ شوي دي.

په یاد مارکیټ کې د وسایطو پارکینګ، تشنابونه، د اور وژنې وسایل او نورې آسانتیاوې په نظر کې نیول شوې دي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا