نړۍ

دپاکستان په لاهور ښارکې چاودنه.

لاهور – باختر دتلې دمياشتې ١٨
دپاکستان په لاهور ښارکې دسختې چاودنې له امله يو تن ووژل شو او څو تنه نور ټپيان شول .
دباختر آژانس دخبرله مخې  :  دغه پيښه  نن  د لاهور د زاړه ښار د انارکلي ناحيې يو رستورانت ته څيرمه  وشوه چې له امله يې يو تن ووژل شو او دولس تنه نور ټپيان شول.
ټپيان روغتون ته  وليږدول شول او د دووتنو حالت خراب بلل شوى دى او  څو دوکانونو ته هم زيان رسيدلى دى.
دپاکستان صدراعظم نواز شريف دغه بريد په کلکه غندلى دى.  له دغې پيښې
وروسته  دوکانونه او  مغازې   وتړل شوې  تراوسه ددغه بريد مسووليت چا  په
غاړه نه  دې اخستې .
دلاهور د زاړه ښار په انارکلي ناحيه کې پخوا هم بريد شوى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته