سیاستخبرونهټولنهTOP

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د هېواد د مختلفو ولایتونو له یو شمېر کڼو هېوادوالو سره وکتل

کابل، د کب ۷مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د هېواد د مختلفو ولایتونو له یو شمېر کڼو هېوادوالو سره وکتل.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې، یارمحمد د کڼو هېوادوالو اشاریي خبرې شریکې کړې او ویې ویل، ټول کاڼه په هېواد کې د سراسري امنیت په تأمین خوښ دي او دا یې د هېواد د پرمختګ لپاره مناسب فرصت وباله.

نوموړي زیاته کړه، کاڼه هېوادوال د اسلامي امارت له مسوولینو څخه غواړي چې هغوی ته د ښوونې او روزنې، کار او مسلکي زده کړو زمینه برابره کړي، ترڅو هغوی هم د فعالو کسانو په توګه د هېواد په آبادۍ او پرمختګ کې برخه واخلي.

ورته مهال د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وویل، اسلامي امارت د مسوول حکومت په توګه، د سراسري امنیت تأمین، د ټولنیزې هوساینې رامنځته کول، د کارموندنې زمینې برابرول او د ټولنې هر فرد ته د زده کړو آسانتیا رامنځته کول خپله ژمنتیا بولي او په دې برخه کې له هېڅ ډول هڅو درېغ نه کوي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړه، د اسلامي امارت مسوولین د ښوونې او روزنې، د هېوادوالو د ستونزو له منځه وړلو او په هېواد کې د اقتصادي او کاري فرصتونو رامنځته کولو لپاره تل هڅه کوي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته