فرهنګ

ميرمن حسينه صافی د تفاهم ليک د لاسليک کولو په مراسموکې: لرغوني او تاريخي آثار د هېوادونو هويت دى

کابل باختردچنګاښ دمياشتې٣٠ نيټه :    
د اطلاعاتو او فرهنګ  او د کانونو او پتروليم د وزارتونو ترمنځ  دهمکارۍ تفاهم ليک نن د عينکو د مسو په کان کې لاسليک شو.
د دغه تفاهم ليک له مخې، که چېرې د کانونو او پتروليم وزارت د لوګر ولايت د عينکو د مسو له کان څخه د مسو د را ايستلو په بهيرکې له کومې تاريخي سيمې او يا لرغونو آثارو سره مخامخ کيږي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغونپوهانو په سلامشورې د مسو د را ايستلو کارته دوام ورکوي .
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
دغه تفاهم ليک د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې اونوماند وزيرې حسينې صافي او د کانونو اوپتروليم وزارت  سرپرستې نرګس نهان لاسليک کړ.
ميرمن حسينه صافي د تفاهم ليک له لاسليک کولو مخکې په لنډو خبروکې وويل چې لرغوني او تاريخي آثار د هېوادونو هويت دى.
دې دغه راز وويل: د نړۍ لرغونپوهانو افغانستان د هغو هېوادونوله جملې څخه بولي چې زيات لرغوني او تاريخي آثار لري .
دې زياته کړه چې تر اوسه پورې د عينکو د مسوله کان څخه څه د پاسه ۱۰۰۰  تاريخي آثار ترلاسه شوي او ملي موزيم ته ليږدول شوي دي او د دې ترڅنګ ۳۰۰ ترلاسه شوي آثار تر ترميم لاندې دي.
په همدې حال کې د کانونو او پتروليم وزارت سرپرستې نرګس نهان وويل چې د عينکو د مسو د کان تاريخي آثار د افغانستان د خلکو ملي او تاريخي پانګه ده،  په همدې مقصد دغه تفاهم ليک لاسليک شو. ترڅو هغه آثار چې د کان د را ايستلو په بهيرکې د کان کار ګران ورسره مخامخ کيږي، لرغونپوهانو ته خبر ورکړي.
دغه راز  د لوګر والي او د کورنيو چارو وزارت دعامه محافظت معين تورنجنرال
عبدالرزاق اميري چې د دغه تفاهم ليک د لاسليک کولو په مراسموکې حاضر وو، ژمنه وکړه چې د عينکو د مسو کان د امنيت په تامينولوکې د اطلاعاتو او فرهنګ او د کانونو او پتروليم له وزارتونوسره همکار دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغونپوهنې رئيس نورآغا نوري وويل چې د عينکو د مسو له کان څخه ترلاسه شوي آثار د بودايانو، يفتليانو او دکوشانيانو   په دورو پورې مربوط دي .
د دغه تفاهم ليک د لاسليک کولو په مراسموکې د اطلاعاتو  او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري هم حاضر و.
پاى ج ذ 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته