سیاست

د افغانستان او تاجکستان جمهور رئیسانو د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ

کابل/ باختر/ د غبرګولي دمياشتې ١٩ مه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني تير ماښام د قزاقستان پلازمېنه استانه ښار کې د تاجکستان له جمهور رئیس امام علي رحمان سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په پیل کې د تاجکستان جمهور رئیس د وروستیو تروریستي پېښو په خاطر د افغانستان دولت او خلکو ته تسلیت ووایه او د تروریزم پر ضد په ګډه سیمه ییزه همکارۍ یې ټینګار وکړ. د دواړو هېوادونو مشرانو د دوه اړخیزو اود سیمې د اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په ځانګړي ډول د اقتصادي، سوداګریزو، امنیتي، تروریزم سره د مبارزې او د سرحدونو د کنټرول د همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د تاجکستان جمهور رئیس وویل، موږ تیار یوو چې په ترانزیتي برخو کې په ځانګړي ډول د قرغزستان – تاجکستان تر شېرخان بندر پورې د اورګاډي کرښې  او همدارنګه د چین او ایران د اورګاډي کرښې همکاري وکړو.
د تاجکستان جمهور رئیس د افغانستان ددولت په رهبري د کابل پروسې کنفرانس جوړولو ملاتړ وکړ او هغه یې د سیمه ییزې همکارۍ د پیلولو او سولې لپاره پیل وباله او ټینګار یې وکړ چې باثباته افغانستان د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه دی.
جمهور رئیس غني د سیمې په اقتصادي او ترانزیتي همکاریو کې د تاجکستان رول مهم وباله ويې ویل، افغانستان د لویو پروژو په ځانګړي ډول د کاسا ۱۰۰۰ پروژې تطبیق لپاره لازم تیاری لري او په دې پروژه کې شامل هېوادونه هم په دې برخه کې کار پیل کړی دی.
هغه وویل، د کاسا ۱۰۰۰ او ټولو پروژو په عملي کولو سره د افغانستان او د دې پروژو د مسیر هېوادونو تر منځ زیاته همپالنه رامنځته کېږي او موږ د زیاتو پروژو د اجرا کېدو لېوال یوو. هغه همدارنګه زیاته کړه، موږ له تاجکستان څخه افغانستان ته د زیاتې برېښنا د واردولو غوښتونکي یوو.
د تاجکستان جمهور رئیس وویل، هېواد یې له افغانستان سره په ټولو برخو په ځانګړي ډول د انرژۍ په برخه کې همکاري کوي او تاجکستان د سمنټو د تولید لپاره مناسب ظرفیت لري او په دې برخه کې تیار دی چې له افغانستان سره همکاري وکړي.
د تاجکستان جمهور رئیس څرګنده کړه، دا هېواد لېواله دی چې د افغانستان او تاجکستان د دوستۍ پنځه ویشتم کال په کابل کې ونمانځي او په همدې موخه به د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته سفر وکړي.  
د افغانستان او تاجکستان جمهورو رئیسان د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي او سوداګریزو مناسباتو په پیاوړتیا ټينګار وکړ.
په دې کتنه کې د هېواد د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، په زیربنایي چارو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي، په عامه اړیکو او ستراتیژیکو ارتباطاتو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار شاه زمان میوندي ، د ګډوګټود هېوادونو په چارو کې د جمهور رئیس ځانګړي استازي محمدشاکر کارګر او د بهرنیو چارو وزارت د حقوقو او معاهدو رئیس نجیب اقا فهیم هم حضوردرلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته