سیاست

اسفندیار ولي خان: دګډو ستونزو د له منځه وړلو لپاره په دواړو خواو کې ارمان او عزم یو شان دی

کابل باختر دلنډي ٢مه
د عوامي نېشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولي خان د هغو لیکونو په ځواب کې چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس حامد کرزي لخوا ده او د پاکستان نورو سیاسي او مذهبي مشرانو ته، د تروریزم او افراطیت پر خلاف د عملي او جدي ګډې مبارزې د همکارۍ او دغه راز پر ملالې یوسفزۍ د تروریستي برید د غندلو په باب لېږل شوي وو، لیک را استولی دی.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ
اسفندیار ولي خان د جمهور رئیس حامد کرزي د لیک په ځواب کې، له ده څخه د مننې او قدرداني په ترڅ کې ویلي: ستاسو دروند او له ملي مفاهیمو نه ډک لیک مې ولوست او په دې خبره مې زړه ډاډه شو دواړو خواوته چې کومې ستونزې مونږ لرو د هغو د ختمولو او د له منځه وړلو ارمان او عزم هم په دواړو خواو کې یو شان دی.
د عوامي نېشنل پارټۍ مشر لیکلي دي: تاسو په خپل دروند لیک کې د سوات پیښه غندلې ده، له شک پرته  چې په ملالې دغه برید یوازې بې همتي او بې ننګي نه ده، بلکې دا پیښه د پښتو او افغانیت له سپیڅلو روایاتو سره هم په ټکر کې ده، د تیارو زامن دا هڅې د دې لپاره کوي چې زمونږ لوڼې او خویندې له تعلیم څخه پاتې شي او د رڼا ډیوې ورکې شي خو دا آرمان به هم د دوی په زړه کې پاتې شي.
اسفندیار ولي خان حامد کرزي ته لیکلي دي: پر ملالې باندې له برید نه وروسته ټولې نړۍ په خپلو سترګو ولیدل چې لر او بر ټول قوم نه یوازې غمجن شو، بلکې په ډیره کلکه یې دا عمل وغانده . نړۍ دا وکتل  چې د تیارو دا زامن پښتون/ افغان ټولنې ته بیخي د منلو وړ نه دي او نه دوی په پښتون/افغان ټولنه کې د مرستې ځای لري.
د عوامي نېشنل پارټۍ مشر د افغانستان جمهوررئیس ته لیکلي دي چې ستاسو دا خبره ډیره درنه، کلکه او روغه ده چې د غندنې دا آوازونه چې را اوچت شوي دي باید چې غلي نه شي، دلته مونږ د خپل ګوند تر بیرغ لاندې تل دا هڅه کړې ده چې د تاریکۍ او تورتم هر سیلاب ته بند واچوو، او تر خپله وسه به تل همداسې کوو، په دغه وخت کې ستاسو دروند او خوږ لیک د پښتنو په پرهر یو ملهم بولم.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته