-کابل / دچنګاښ ١٥مه / باختر :
د امريکا د دفاع وزارت تاييد کړ چې د دغه هېواد يوعسکر د جمعې په ورځ په فراه کې وژل شوى دى .
د امريکا د دفاع وزارت دغه عسکر وينسنت سبا ستين ايبريا په نامه بللى دى او ويلي دي چې هغه په يوه ترافيکي پېښه کې وژل شوى دى .
پنتاګون ويلي دي دغه پېښه چې دغه عسکر پکې وژل شوى دى، څېړل کېږي.
د روان ميلادي کال په دويمه مياشت کې هم دوه امريکايي عسکر د ننګرهار په شيرزادو ولسوالۍ کې په ډزو سره ووژل شول . ختم _ ج _اکرم
15 د یوې دقیقې څخه لږ