کابل باختر د غبرګولي اوولسمه :
په بلخ ولايت کې ددوو غير مسوولو قوماندانانو له يوبل سره جګړه وکړه .
دقوماندان علم خان ازادي او دقوماندان اسحق رهګذر ترمنځ جګړه له نن سهاره په شولګرې ولسوالۍ کې پيل شوي او هماغه شان دوام لري .
ددغې پيښې يو شاهد وايي چې په دې نښته کې تراوسه پورې له دواړو لورو څخه څو تنوته مرګ ژوبله اوښتې ده .
لاتراوسه پورې ددغې نښتې انګيزه او علت معلوم نه دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ