اقتصاد

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونده جوړه شوه

کابل_باختر د زمري د مياشتې۱مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه پرون له غرمې مخکې د ارګ په چهار چنار ماڼۍ کې جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې په بندرونو کې د خدمت بدلولو حق په اړه پر سوداګریز پلان، د محب زاده ټاور استوګنیزې پروژې او د AIB بانک مرکزي دفتر لپاره د برېښنا په تامین، په افغانستان کې په ډبرو د سړکونو د فرش طرحې پراخولو، د TAP پروژې د پرمختګ په راپور او د انټرنټ د بیو کمولو په خاطر د مخابراتو وزارت په طرحې بحث او خبرې وشوې.
په پيل کې د نفتي موادو او مایع ګاز تصدۍ عمومي رئیس ډاکټر ولید تمیم د حق الخدمت، لګښتونو او عایداتي سرچینو، سوداګریز پلان او د تصدۍ د زېرمو په اړه معلومات وړاندې کړل.
ډاکټرتمیم وړاندیز وکړ چې د یادې تصدۍ حقوقي شخصیت، اساسنامې او نافذه قوانینو ته په پام له هېواده بهر د نفتي موادو له اخیستو او په کور دننه یې د خرڅلاوو له ستونزې سره مخ ده چې بیا کتنې ته اړتیا لري چې له دې پرته به د دې ادارې سوداګریز عملیات ناشوني کوي. همدارنګه هغه وړاندیز وکړ چې د سوداګرۍ د پيل په صورت کې د نفت او ګازو نوي قانون ته په پام دې د نفت او ګازو دولتي شرکت د ملي شرکت په توګه جوړ شي چې د نفتي توکو سوداګري هغه ته انتقال شي.
د غونډې ګډونوالو د نفتي توکو او مایع ګازو د ریاست پر وړاندې قانوني محدودیتونو، د مالیې وزارت له خوا د فیس اخیستو او د مالیې وزارت له خوا د مالیې د اخیستو د واحدې مرجع په اړه خپل نظرونه څرګند کړل او وړاندیز یې وکړ چې د نفت او ګازو د ملي شرکت د جوړولو په خاطر دې یو څرګند تحلیل وشي.
جمهوررئیس غني په دې اړه وویل، د دولتي شرکتونو د جوړولو قانون او د کانونو او ښاروالیو قانون د تعدیل وروستی شوی دی او ژر به تصویب شي.
غونډې د نفتي توکو او مایع ګازو ریاست د نفتي توکو او ګازو په ملي شرکت بدلول تائيد کړل او جمهوررئیس وویل، په شرکت باندې د دغه ریاست بدلولو لپاره، د مالیې وزارت او د ځمکو ادارې سره په همغږۍ په کابل ښار کې د نفتي توکو د زېرمو او سیمو ارزونه، د سټراټيژیکو زېرمو د ظرفیتونو او راتلونکي مدیریت په اړه یې څرګنده ارزونه، په یو مشخص زماني موده کې په مرحله وار او مهالوېش سره سم په ملي شرکت د دغه ریاست د بدلولو پلان او له اوسني ظرفیت څخه واضح ارزونه، اساسي شرطونه دي.
جمهوررئیس مالیې وزارت او خصوصي سکتور ته لارښوونه وکړه چې بندري خدمتونو او مالیې اخیستو په خاطر په یوې واضح طرحې موافقې ته ورسېږي او د تصویب لپاره یې غونډې ته وړاندې کړي.
هغه زیاته کړه، د نفت او ګازو د ملي شرکت په جوړولو کې خصوصي سکتورهم کولای شي ونډه واخلي، خو په دې شرط چې اوسنۍ ستونزې حل شي او په دې برخه کې بشپړ وضاحت موجود وي.
ورپسې د افغانستان د برېښنا شرکت رئیس امان الله غالب د محب زاده ټاور تجارتي او استوګنیزې پروژې او د AIB بانک د مرکزي دفتر د برېښنا د تامین په اړه خپله طرحه غونډې ته وړاندې کړه وې ویل، د دغه قرارداد موخه یادې پروژې او دفتر ته د ۱۵میګاولټ امپیر برېښنا تامینول دي چې د سروې، ډیزاین، خریدارۍ، جوړونې، نصب او د برېښنا شرکت تر نظر لاندې د تاسیساتو اتصال لګښت د مشتري په غاړه دی.
هغه وړاندیز وکړ چې د پروژې د تجهیزاتو او وسایلو تدارکاتي مراحل دې د هغې د بشپړېدو او تسلیمۍ پورې د افغانستان د برېښنا شرکت تر نظر لاندې د ملي تدارکاتو ادارې د قوانینو او طرزالعملونو سره ترسره شي. 
د غونډې برخه والو د دغې طرحې څخه د هر کلي تر څنګ د برېښنا شرکت په څارنې د تجهیزاتو په تدارک او بیا په یوې پالیسۍ د بدلېدو ټینګار وکړ.
جمهوررئیس په دې اړه وویل، د محب ټاور سوداګریز او استوګنیزه پروژه او د AIB بانک د مرکزي دفتر دې د تجهیزاتو په اړه د انتخاب حق ولري، خو د هغې له کیفیت څخه څارنه او ارزونه دې د برېښنا شرکت وکړي.
هغه زیاته کړه، د قېمتونو د تخمین په برخه کې دې د ملي تدارکاتو اداره، د محب ټاور سوداګریزه او استوګنیزه پروژه او د AIB بانک مرکزي دفتر شامل اوسي.
په پای کې د محب ټاور سوداګریزې او استوګنیزې پروژې او د AIB بانک مرکزي دفتر ته د برېښنا د تامین په اړه یوه عمومي پالیسۍ تصویب شوه.
ورپسې، په افغانستان کې په ډبرو باندې د سړکونو د فرش د پراختیا طرحه چې د تدبیر کابلسټون خصوصي شرکت له خوا په مخ وړل کېږي، غونډې ته وړاندې شوه. دا طرحه د دغه شرکت یو مسوول غونډې ته وړاندې کړه او د کارموندنې، کورنیو منابعو څخه د استفادې، کلکوالي، د حفظ او مراقبت د ارزانه بیې، په چاپیریال یې د مثبتو تاثیراتو، د باران د اوبو د جذب او د اوبو د مخنیوي په څېر د ګټو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د غونډې ګډونوالو له دغې طرحې څخه د بشپړ ملاتړ ترڅنګ وویل، دا لویه طرحه ده  او پکار ده چې له دغه شرکت څخه ملاتړ وشي ترڅو نور شرکتونه هم په دې برخه کې پانګونې ته وهڅېږي.
هغوی زیاته کړه، په ډبرو د سړکونو د فرش په خاطر دې یوه پالیسي جوړه شي او د مالي ملاتړ لپاره دې سرچینې ولټول شي او د حرفوي کارکوونکو روزنه دې هم په پام کې ونیول شي.
جمهوررئیس د یاد شرکت له پانګونې مننه وکړه وې ویل: واضح تصمیم دا دی چې د افغانستان له ډبرو استفاده وشي او د کانونو، ښارجوړولو او فواید عامې وزارت ته یې لارښوونه وکړه چې له ډبرو څخه د کار اخیستو پر یوې واضح طرحې کار وکړي. هغه د ملي تدارکاتو ادارې ته لارښوونه وکړه چې د قراردادونو په ورکړه کې د کارموندنې معیارونو، ملي زېرمو څخه استفادې او د اسعارو له فراره مخنیوی، په جدي توګه په پام کې ونیسي.
غونډې پرېکړه وکړه چې یاد شرکت ته دې یوه پروژه په امتحاني ډول ورکول شي، چې بیا وروسته نور شرکتونه هم په دې برخه کې پانګونې ته وهڅول شي.
ورپسې د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست محمد ګل خُلمي  د TAP  پروژې د پرمختګ راپور غونډې ته وړاندې کړ، وې ویل، " چیلک انرژي شرکت " د ټاپ پروژې د لین د انتقال په برخه کې پانګونې ته علاقه ښودلې ده او د افغانستان له حکومت څخه یې عاجل ځواب غوښتی دی.
جمهوررئیس په دې اړه وویل، د دوی غوښتنه په پرنسیپ کې د تائید وړ ده او د اوبو او انرژۍ وزارت کولی شي د یو مکتبوب په لېږلو سره دغې موضوع سره خپله علاقه مندي څرګنده کړي.
په پای کې د مخابراتو او تکنالوژۍ وزیر د انټرنیټي خدمتونو د بیو د کمولو په خاطر د یو ځمکني سټېشن د جوړولو پیشنهادي طرحه غونډې ته وړاندې کړه.
غونډې له هر اړخیزو بحثونو وروسته یاده طرحه تائید کړه.#
پای ـ ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته