ټولنه

ديوې کورنۍ شپږ تنه غړي دګازو دبالون د چاودنې له امله ټپيان شول

 کابل باختردمرغومي د مياشتې  ١٨:
په ننګرهار ولايت کې د  ګازو دبالون د چاودنې له امله  ديوې کورنۍ شپږ تنه غړي  ټپيان شول .
دوه ميرمنې او يو ماشوم هم  ددغې پيښې په ټپيانو کې شامل دي .
دغه پيښه نن له غرمې مخکې  دبټي کوټ  په ولسوالۍ  کې هغه وخت رامنځته شوه چې په يوه کور کې  دګازو بالون و چاوديد.
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل   چې په دې چاودنه کې  دوه ميرمنې ، يو ماشوم  او درې تنه نارينه ټپيان شول.
ټپيان ددرملنې لپاره دننګرهار مرکزي  روغتون  ته ليږدول شوي دي.
ډاکترانو  ددغو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.
له بې کيفيته بالونونو څخه استفاده او دهغې داستفادې دلارو چارو په اړوند  دخلکو نه پاملرنه تل  په افغانستان کې  دغه شان خونړۍ پيښې رامنځته شوي دي .
خلک وايي چې د ګازو پاکستاني بالونونه دبې کيفيته والي په دليل زياتره چووي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته