(PS)خبرونه(PS)اقتصاد(PS)ټولنهTOP(PS)

په کابل کې د نویو تړون شويو پروژو د کار د پیل لپاره پیسې ورکړل شوې

 کابل، د وري ۲۳مه، باختر

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په همکارۍ، د کابل ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست تر نظارت او چتر لاندې د UNICEF ادارې په مالي ملاتړ د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د نویو تړون شویو پروژو د کار د پیل لپاره ۳ میلیونه او ۱۹۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د معلوماتو له مخې؛ دغه پروژې د کابل په چهارآسیاب، کلکان، پغمان، فرزه، استالف او ده سبز ولسوالیو پراخیتایي شوراګانو ته وسپارل شوې، چې ډېر ژر به یې چارې پیل شي.

په دغو پروژو کې د پاکو اوبو د ترلاسه کولو لپاره د څاه ګانو کیندل او په روغتیایي مرکزونو کې د اړتیا پر اساس د نویو مبرزونو جوړول شامل دي.

لمر

 

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا