امنیت

دسرپل ولايت دسوزمه قلعه ولسوال دوسله والو مخالفينو له خوا ټپي شو

– کابل باختر دلړم شلمه
  دسرپل ولايت دسوزمه قلعه ولسوال دوسله والو مخالفينو له خوا ټپي شو 
شيرشاه بابري اوموټر چلوونکې يې نن سهار دجوزجان په ولايت  پوري اړوند په کنګ جر سيمه کې ټپيان شول .
دسرپل ولايت مرستيال اوسرپرست  اختر محمد خيرزاده باختر اژانس ته وويل دسوزمه قلعه ولسوال کله چې په جوزجان ولايت کې له خپل  کور څخه سرپل ته روان و په لاره کې دوسله والو مخالفينو له خوا تپي شو .
ده وويل په دې پيښه کې دده موټر چلوونکې هم ټپي شوي او موټر يې په بشپړه توګه سوځيدلي دي .
ډاکترانو ددوى  روغتيايي حالت مخ په ښه والې  بللي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته