خبرونهټولنهTOP

په کابل کې د ودانیو د مرکز ګرمۍ د سیستمونو لوګي د تصفيې فلټرونو څارنه دوام لري

کابل، د لېندۍ ۲۹مه، باختر

کابل ښاروالۍ د ښار په ۵ مه ناحیه کې د ودانیو د مرکز ګرمۍ له سیستمونو څخه د څارنې د ترسره کېدو خبر ورکوي.

سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د کابل ښاروالۍ د روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست کارکونکو په پنځمه ناحیه کې د یوشمېر کورونو او لوړپوړيزو ودانیو د مرکزګرمۍ له سیستم او د لوګي د تصفیې فلټر د نصب څرنګوالي څخه له نږدې څارنه وکړه او له هغو کورونو او لوړپوړیزو ودانیو، چې د مرکزګرمۍ سیستم لپاره د تصفيي فلټر نه ؤ نصب کړی کلک تعهد واخيستل شو تر څو د خپل ځان او نورو د روغتيا لپاره فلټر نصب کړي.

د یادولو وړ ده چې، د څارنې دغه لړۍ د ښار په ټولو ناحیو کې دوام لري او سرغړوونکي به له جدي قانوني چلند سره مخ شي.

افغانمل

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا