ورزش

د هېواد اوسپنيزو ميړنيو د ازبکستان له سياليو څخه مډالونه ترلاسه کړل

-کابل باختر د لړم  نهمه :
د هېواد د پاور لفتنګ دريو تنو ورزشکارانو  د آسيا _ استراليا د تک بنچ پرس پروفشنل له سياليوڅخه د سپينو زرو او ژيړو مډالونه ترلاسه کړل .
  د پاور لفتنګ او د اوسپنيزو ميړنيو رييس خواجه فريد احمد صديقي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې نن د دغه فدراسيون ديارلس تنه ورزشکاران په دغوسياليوکې چې د روان کال د تلې د مياشتې له  ٢٤ نيټې څخه تر ٢٩ نيټې پورې د ازبکستان په مرکز تاشکندکې ترسره شوې، ګډون وکړ .
ده څرګنده کړه چې عزيز احمد حماس نجرابي د ٨٣ کيلوګرامو په وزن کې د سپين زر او شاهپور طوطاخيل  د ١٢٠ کيلوګرامو په وزن  کې او وزير سخيزاده  د ١٥٠ کيلوګرامو په وزن کې په دغو سياليوکې د ژيړو مډالونه ترلاسه کړل .
ټاکل شوې ده د هېواد د پاور لفتنګ د ملي ټيم ورزشکاران ډير ژر په هند کې د سبروتو د نړيوال جام په سياليو کې ګډون وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته