سیاست

دمحکمو په بهير دخلکو څارنه په قضيو کې شفافيت رامنځته کوي

کابل  باختردکب  دمياشتې  ١ :
دافغانستان  دشفافيت دڅارنې مرکز دمحکمو په بهيرکې  دخلکو څارنه دفساد دکمښت  لپاره اغيزمن وباله.
دباختراژانس  دخبرله مخې،  دافغانستان دشفافيت  دڅارنې  رييس يماترابي  نن په يوه خبري غونډه کې   دهغو څيړنو  دنتيجو  په اعلام سره  چې په باميانو  اوکاپيسا ولايتونو کې ترسره کړي دي وويل، خلک او رسني کولاي شي  دمحکمو بهير شفاف  او په عدلي اوقضايي  مرکزونو کې دفساد کچه ټيټه کړي.دترابي  دڅرگندونوله مخې،  دتيرو دريو مياشتو  په بهيرکې  ځينې قضيې  دقاضيانو  په دفترونو اويا کورونو کې ترسره  شوي دي  چې دکار دمحکمو شفافيت  ترپوښتنې  لاندې راوړي .
ده زياته کړه که چيرې دقضيو پريکړه په محکمو اودخلکو اورسنيو په وړاندې وشي نه يوازې چې شفافه پريکړه کيږي بلکې دفساد په کمښت کې هم اغيزمن دي.
ده له رسنيو څخه وغوښتل چې دقضيو په منعکس کولو سره په عدلي اوقضايي مرکزونو کې  دفساد دکمښت اودشفافيت په رامنځته کولو کې خپل رول ولوبوي .
په دې غونډه کې  په ولسي جرګه کې دخلکو يوشمير استازو  دپوهنتون  استادانو اودمدني ټولنو استازو په خپلو خبرو کې دخلکو دڅارنې دڅرنګوالي او دقضيو دشفافيت  يادونه وکړه.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته