
کابل، د غبرګولي ۱۱مه، باختر
کابل ښاروالۍ په پلازمېنه کابل ښار کې د يوه فرعي سړک د جوړولو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.
سرچينې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر (UNOPS) په مالي ملاتړ د ۱۰مې ناحیې د ۱۱ ګذر اړوند د الکوزیو کوڅې د قلعه خاطر په سیمه کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې.
په خبرپاڼه کې د يادې ناحیې د مرستیال قاري عبدالحي شهیدزي له قوله ويل شوي، چې دغه سړک ۶۰۰ متره اوږدوالی او ۴ متره سور لري، چې په راتلونکو ۵ میاشتو پورې به د لښتیو په ګډون په بنسټزه توګه جوړ شي.
د يادونې وړ ده، چې د دې سړک په جوړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو ته د تګ راتګ اسانتیاوې رامنځته شي.
افغانمل