کابل باختر دوږي دمياشتې اوومه نيټه :
څو شيبې مخکې د شهيدمسعود او شهيد عبدالحق د څلور لارو ترمنځ چاودنه وشوه .
د کابل يوه امنيتي خبرځاى وويل: تر اوسه پورې د دغې پيښې د چاودنې د څرنګوالي په باب معلومات نه دي ترلاسه شوي .
چاودنه د کابل بانک يوې څانګې ته څېرمه شوې ده.
اوس امنيتي ځواکونو ساحه کلابنده کړې او امبولانسونه د پيښې ساحې ته رسيدلي دي .
د عامې روغتيا وزارت يو خبرځاى وايي چې تر اوسه پورې د دغې پيښې له امله يو شهيد او اته تنه ټپيان د وزيرمحمد اکبرخان روغتون ته ليږدول شوي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ