
کابل باختر د وري اتمه :
دملي اردو منسوبينو يو ځانمرګ واسکټ ، دتوغندى له دريو ماينونو سره کشف کړل .
دکابل د ١١١ فرقې دعامه چارو دمرستيال رحمت الله کوهستاني باختراژانس خبريال ته وويل چې دکابل د ١١١ فرقې دلومړي لواد لومړي کندک موظفينو د فعاليت په بهيرکې يوځانمرګي واسکټ ،يوه بوشکه چاوديدونکي توکي ، دبي ام –يوماين او دتوغندي دوه ماينونه دکابل ولايت دموسهي ولسوالۍ دملنګيانو له کلي څخه کشف او ترلاسه کړل او په کابل ښار کې يې دتروريستي پيښې مخه ونيوله .