۱۰۰ ورځې

په پکتيکا کې د رايې ورکولو څلور مرکزونه تړلي دي او په زرګونه تنه رايي ورکوونکي انتظار باسي.

کابل- باختر د وري دمياشتې ١٦
په پکتيکا ولايت کې د رايي ورکولو دڅلورو مرکزونو تړلتيا ددغه ولايت دسلګونو تنو اوسيدونکو دانتقاد سبب شوې ده.
دغه رايه ورکوونکي وايي چې تراوسه پورې دبرملي په ولسوالۍ کې د رايي ورکولو څلور مرکزونه نه دي پرانستل شوي .
يو رايه ورکوونکى سيد احمد دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دسهار له اووبجو تراوسه پورې دخپلې سيمې د رايي ورکولو دمرکز پرانستلو ته سترګې په لاره دى خو دپرانستلو خبره يې نشته دپکتيکا دولايتي شورا يوه غړي ډاکتر نواب وزيري هم ددغه ولايت دبرملي ولسوالۍ د رايي ورکولو د څلورو ستر ومرکزونو تړلتيا تاييدوي.
په همدې حال کې دپکتيکا ولايت دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس ذبيع الله وګړي وايي چې ددغو مرکزونو دپرانستلو لپاره هلې ځلې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته