ټولنه

نور محمد حريفال: نوښتګر ځوانان دې بايد وهڅول شي

کابل باختر د ليندى  پنځلسمه :
د لوګر ولايت يوه اوسيدونکي ځوان د ماشومانو د لوبو لپاره  يو کوچنى هليکوپټر جوړ کړى چې له ځمکې څخه له پنځوسو څخه تر شپيتو مترو پورې لوړه الوتنه کوي.
نور محمد حريفال  چې له ژورناليزم سره هم  مينه لري او له لومړنيو وسايلو څخه په استفادې سره داسې شى جوړ کړى دى، کوچنى  هليکوپټر چې ٣٠٠ ګرام وزن لري او د يو ريموټ په واسطه له لرې واټن څخه  رهبري کيږي .
ده زياته کړه چې د دغه کوچني هليکوپټر پرزې  يې له بازارڅخه برابرې کړې دي چې پکې  يو ريموټ کنترول چې هليکوپټرله واټن څخه لنډولوي، درې موټورونه او يوه چارچي بطري شاملې دي.
دى په دې پوهيږي چې کوم ستر کار يې نه دى ترسره کړى، خو دى وايي چې ځوانان بايد وهڅول شي چې په نورو  مسايلو فکر  وکړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته