امنیت

دوه تنه پوليسان ټپيان شول .

٤ –  کابل باختر  دسلواغي پنځمه

  په  ننګرهار ولايت کې دماين دچاودنې له امله دوه تنه پوليسان  ټپيان شول .

 د  ٢٠٢  شمشاد دساحوي زون د قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبر ورکړ دغه ماين چې دوسله والو مخالفينو له خوا د ننګرهار  ولايت دمومند دري ولسوالۍ په مربوطاتو کې ايښودل شوي  و ،  د رنجر موټر د تيريدو په وخت کې وچاوديد چې له امله يې دملي پوليسو دوه تنه  منسوبين  ټپيان شول .

 ديوبل خبر له مخې دجوزجان ولايت پوليسو پرون يو تن دشپږو کېلوګراموچرسو دليږدونې په تور په دغه ولايت کې ونيوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته