نړۍ

درمادي اوپالميرا دښارونو دنيولو لپاره دداعش دپرمختګ دوام

بغداد بي بي سي  باختر دثور دمياشتې  ٢٧ :
په رارسيدلو خبرونو کې ويل شوي دي  چې دداعش دډلې مليشې دعراق په رمادي ښار کې دخپلو سنګرونو دټينګولو په حال کې دي  اوپه دې بريالي شوي دي چې ددغه  مهم ښار  په سلو کې شپيته سيمې ونيسي.
خبر زياتوي ؛چې دداعش مليشې   په دې بريالي شوي دي  چې په رمادي کې دعراقي ځواکونو بريدونه شنډ کړي اوهغوى په شا وتمبوي.
دا په داسې حال کې ده  چې دعراق صدراعظم  حيدر عبادي پرون وويل  اجازه به ورنکړي چې  درمادي ښار دداعش دډلې له خوا ونيول شي .
رمادي  دالانبار ولايت مرکز  او دعراق ستر ښاردى   او ددغه هېواد دپايتخت بغداد په سل کيلومترۍ واټن کې موقعيت لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته