کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٩
دبدخشان دولايتي شورا نوې ودانۍ نن پرانستل شوه .
دبدخشان ولايت مرستيال ګل محمد بيدار ددغې ودانۍ دپرانستلو په مراسمو کې دوينا په ترڅ کې وويل ، دغه ودانۍ دجرمنى په مرسته جوړه شوې ده .
دولايتي شورا رييس عبدالواحد طيبي وايي ددغې ودانۍ په پرانستلو سره دکار دخونو دکمښت ستونزه لرې شوې ده .
ده زياته کړه ، دغه ودانۍ اته اداري خونې او دوه تحويلخاني او نور ملحقات لري چې په پاخه او اساسي ډول په دوو پوړنو کې د آلمان دپرمختيايي بانک په مرسته
د درې سوه دوه نوي زرو ډالرو په لګښت د آغاخان د دفتر په همکارۍ جوړه شوې ده .
1 د یوې دقیقې څخه لږ