کابل باختر دسلواغې دمياشتې ٣٠ :
د کندز ولايت د علي آباد ولسوالۍ د نوي ښار د بنسټ ډبره کيښودل شوه.
دغه ښار د علي آباد ولسوالۍ د قندهاريانو په دښته کې د استوګنې له ټولو خدمتونو سره د جوړولو په حال کې دى.
د علي آباد ولسوالۍ په نوي ښارکې د استوګنې کورونه، لوړ پوړيزې ودانۍ، تجارتي ساحه، لوبغالى، روغتون، ښوونځى، جومات او امنيتي پوستې په پام کې نيول شوې دي.
د کندز والي محمدعمرصافي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې ښارګوټي کې د استوګنې ٥٦٠ نمرې په خلکو ويشل شوې دي.
د کندزښاروالۍ د مقاماتو د څرگندونوله مخې: په دغه ښارګوټي کې د علي آباد ولسوالۍ په سلو کې څه دپاسه اتيا خلک کولاى شي ژوند وکړي.
زوړ ښار د تاريخ په زړه کې جرړې لري. له همدې امله د استوګنې په اوسنيو معيارونو برابر نه دى.
خو د دغې ولسوالۍ نوى ښار د نورو معياري ښارګوټو په شان واټونه، د اوبو رسولو سيستم او د بريښنا په ګډون نور ښاري خدمتونه لري.
1 1 دقیقه لوستل