(PS)خبرونه(PS)امنیتTOP(PS)

په کابل کې د ځانګړو ځواکونو د تېرې شپې په عملیاتو کې ۴ انسان تښتوونکي وژل شوي دي

کابل، د وږي ۲۱مه، باختر

د کورنیو چارو وزارت په پلازمېنه کې د ځانګړو امنيتي ځواکونو د تېرې شپې په عملیاتو کې د ۴ انسان تښتوونکو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

یاد وزارت په خپله اکس پاڼه ليکلي، چې (د کورنیو چارو وزارت اړوند ځانګړو ځواکونو لويې قوماندانۍ د یو لړ کشفي او اوپراتیفي معلوماتو پر بنسټ د کابل ښار ۸مې حوزې کارته نو سیمه کې عملیات ترسره کړل.)

سرچینې زیاته کړې، چې د  یادو عملیاتو موخه د یو تن هېوادوال د ژغورل، چې څو ورځې وړاندې د انسان تښتوونکو يوې ډلې د کابل ښار له کارته نو سیمې تښتولی وو.

د کورنیو چارو وزارت همدارنګه ويلي، (چې د یاد تښتول شوي کس د خلاصون عملیات تېره شپه په ١ نيمه بجه پیل شول، چې نږدې د شپې په ۲ بجو او ۱۵ دقيقو پای ته ورسيدل په دغو عملياتو کې سړي تښتوونکو له امنيتي ځواکونو سره وسله واله نښته وکړه، چې په پایله کې د یادې ډلې ٤ غړي ووژل شول.)

سرچینې زیاته کړې، چې تښتول شوی هېوادوال په داسې حال کې امنیتي ځواکونو ته په لاس ورغی، چې انسان تښتوونکو په شهادت رسولی وو.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا