په کابل کې د ځینوغیردولتي ورځپاڼو خپرونو ته یوه کتنه

کابل، د زمري٩ مه، باختر
یو شمېرغيردولتي ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د هېواد پر بېلابېلو سیاسي، پوځي، سیمې او د نړۍ روانو پېښو په اړه يو لړمطالب او راپورونه خپاره کړي دي.
د باختر آژانس خبريال د دغو ورځپاڼو خپرونو ته په کتنې سره دغه رپوټ چمتو کړى دى.
د اطلاعاتو روز ورځپاڼې” په افغانستان کې مرګوني سېلاونو په وروستۍ يوه مياشت کې ١٢٠- تنه وژلي دي “ترعنوان لاندې لیکلي دي.
پېښو ته د رسیده ګۍ په چارو کې د دولت وزارت وايي چې د وروستۍ يوې مياشتې په بهير کې په ٢١ ولايتونو کې ١٢٠ تنه د سېلاونو له امله وژل شوي او ١٥٢ نور ټپيان شوي دي.
دغې ورځپاڼې “منظور پشتين: د افغانستان اتباع د پاکستان له زندان څخه ازاد شول ” ترعنوان لاندې په يوبل مطلب کې ليکلي دي.
د پاکستان د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د بلوچستان ايالت د ژوب سيمې له زندان څخه د افغانستان اتباعو د خلاصون خبر ورکړی دی.
خبر ورکړل شوى، چې د پاکستان د بلوچستان ايالت پوليسو د جولای په ٢٧مه د افغانستان ٢٤٤ تنه اتباع پاکستان ته د غيرقانوني ننوتلو په تور نيولي دي.
د ٨ صبح ورځپاڼي” په بلخ کې په يوه ترافيکي پيښه کې ١٤ تنو ته مرګ ژوبله واوښته ” ترعنوان لاندې لیکلي دي.
د بلخ ولايت خبرځايونو د ٨ صبح ورځپاڼې ته ويلي، چې د بلخ – سرپل د لوېي لارې په اوږدو کې په يوه ترافيکي پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٤ تنه وژل شوي او ١٠ نور ټپيان شوي دي.
د اسلامي امارت سيمه ييزو مسوولينو هم ويلي، چې دا پېښه د زمري په ٨ مه د بلخ ولايت د شولګرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
\ج