اقتصاد

دافغاني شرکتونو توليدات دايټاليا په ډير ستر نندارتون کې دهرکلي وړ وګرځيد

کابل باختر د ليندى  دولسمه :
٢١ افغاني شرکتونو ، خپل توليدات دايټاليا دميلان ښار دلارتي جييانو په نندارتون کې نندارې ته وړاندې شول .
دغه نندارتون دروان کال دليندى دمياشتې تر  ١٨ نيټې پورې دوام لري .
باختراژانس  دصنعت او سوداګرى وزارت دخبرپاڼې له خولې خبرراکړ، افغاني شرکتونه چې توليدات يې غالى ، قيمتي  ډبرې  ، لاسي صنايعې او زعفران  دي نندارې ته وړاندې کړي دي .
په خبرپاڼه کې دغه راز ويل شوي دي  چې دغه نندارتون دليندى دمياشتې په نهمه نيټه پل شو او په تيرو دوو ورځو کې دافغاني توليداتو هرکلى وشو او دکتوونکو دپام وړ ګرځيدلي دي .
دايټاليا په ميلان  نندارتون کې دڅه دپاسه سلو هېوادونوتوليدي محصولات نندارې ته وړاندې شوي دي او دنوي ميلادي کال دجشن  په درشل کې داروپا په کچه يو ډير ستر نندارتون دى .
  ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته