په کابل کې د ځینوغیر دولتي ورځپاڼو خپرونو ته یوه کتنه

کابل، د دزمري١٠ مه، باختر
یو شمېرغير دولتي ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د هېواد پر بېلابېلو سیاسي، پوځي، سیمې او د نړۍ روانو پېښو په اړه يو لړمطالب او راپورونه خپاره کړي دي.
د باختر آژانس خبريال د دغو ورځپاڼو خپرونو ته په کتنې سره دغه رپوټ چمتو کړى دى.
د اطلاعاتو روز ورځپاڼې ” د افغانستان اسلامي امارت: چين په باميانو کې د حرارتي برېښنا د تولید دستګاه جوړوي “ترعنوان لاندې لیکلي دي.
په باميانو کې د اسلامي امارت سيمه ييز مسوولين وايي چې د چين دولت په باميانو کې د حرارتي برېښنا د توليد دستګاه جوړوي.
چينايي پلاوي د دغې دستګاه د جوړولو په اړه په دې وروستيو وختو کې د باميانو له والي ملا عبدالله سرحدي سره ليده کاته او خبرې اترې کړې دي.
د باميانو والي مطبوعاتي دفتر په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې چين د کهمرد ولسوالۍ د کليچ کان له ډبرو څخه په استفادې سره د حاجي ګګ د اوسپنې کان د اېستلو لپاره د حرارتي برېښنا د توليد يوه دستګاه جوړوي.
د ٨ صبح ورځپاڼې د” امريکا د ايران پر خلاف د بنديزونو د زياتوالي لپاره به اټومي خبرو ته لارښوونه وکړي” تر عنوان لاندې لیکلي دي.
امریکا له ایران سره د اټومي خبرو د بيا پيلولو لپاره د طرحې له جوړولو سره جوخت د دغه هېواد پرخلاف د زياتو بنديزونو د لګولو لپاره د لارو چارو په لټه کې دي.
د امريکا دولت په داسې حال کې پر ايران د زياتو بنديزونو د لګولو خبر ورکوي چې ايران د سختو اقتصادي بنديزونو په دليل له زياتو ستونزو سره مخ شوى دى.
په همدې حال کې امريکايي مقامات ادعا کوي چې د ايران د اټومي پروګرام په اړه موافقې ته د رسېدو لپاره هلې ځلې کوي.
\ ذ