نړۍ

د داعش ډله په پاکستان کې د اجيرانو د استخدامولو په لټه کې ده

اسلام آباد -ايرنا – باختر د وږي دمياشتې ١٥
يو شمېر پاکستاني رسنيو خبر ورکړي دي چې د داعش په ډلې پورې يو شمېر اړوندوکسانو په خيبرپښتونخوا ايالت په تېره بيا د افغان مهاجرينو په کمپونوکې دکتابچو په ويشلو اقدام کړى دى .
د انګليسي ژبې ورځپاڼې ډان د خبرله مخې: فتح د هغو کتابچو عنوان دى چې په اردو او درې ژبو ليکل شوى دى او د داعش د ډلې د يو شمېر ګوډاګيانو له خوا د خيبرپښتونخوا په ايالت کې ويشلې شوې دي.
د ډان ورځپاڼې زياته کړې ده: دغه کتابچې دغه راز د افغانستان په ځينو سيمو کې هم ويشلې شوې دي .
په دغو کتابچوکې چې د داعش د ډلې دت بليغاتو او د دغې تروريستي ډلې د ملاتړ د جلبولو په مقصد ويشلې شوې دي؛ د دغو سيمو له اوسيدونکو څخه غوښتل شوي دي چې په سوريه او عراق کې د داعش ملاتړ وکړي.
ددغې پاکستاني ورځپاڼې د خبرله مخې : ددغه هيواد يو امنيتي مقام ويلي دي چې په پاکستان کې په داعش پورې منتسبې ډلې ظهور نه شي کولاى په پاکستان کې د طالبانو د مليشو په شبکوکې بدلون رامنځته کړي.
د پاکستان دغه امنيتي مقام چې په رپوټ کې نوم يې نه دى اخستل شوى؛ دغه راز ويلي دي: د افغانستان طالبان په خپل مشر ملاعمر زياته عقيده لري، له همدې امله د دې احتمال چې داعش وکولاى شى د دوى ملاتړ جلب کړي؛ کم دى .
ده دغه راز د افغانستان او پاکستان په ځينو سيموکې د القاعده د شبکې اوږدمهال شتون ته په اشارې او په دې بيان سره چې دغه شبکه اوس هم په دغو سيموکې خپل پلويان ساتلي دې؛ وويل: لرې ده چې القاعده او طالبان اجازه ورکړي چې داعشيان د دوى په سيموکې نفوذ وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته