خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

په کابل کې د ځینوغیر دولتي ورځپاڼو خپرونو ته یوه کتنه

کابل، دزمري٢٥ مه، باختر

یو شمېرغير دولتي ورځپاڼو په خپلونننیو ګڼو کې د هېواد پر بېلابېلوسیاسي، پوځي، سیمې او د نړۍ د روانو پېښو په اړه يو لړمطالب او راپورونه خپاره کړي دي.

د باخترآژانس خبريال د دغو ورځپاڼو خپرونو ته په کتنې سره دغه رپوټ چمتوکړى دى.

د اطلاعاتو روز ورځپاڼې د”  بغلان د سمنټو د توليد کارخانه له دريو مياشتو ځنډ وروسته  بيافعاله شوه   “ترعنوان لاندې لیکلي دي.

د بغلان ولايت د غوري سمنټو د کارخانې مسوولين وايي چې دا کارخانه له دريو مياشتو ځنډ وروسته  بيا فعاله شوې ده.

د دې کارخانې فعاليت د ډبرو سکرو د بيې د لوړوالي له امله ځنډول شوى و، د غوري سمنټو د کارخانې مسوولين اوس وايي  چې د کانونو وزارت د ډبرو سکرو بيه ټيټه کړې او دوى خپل فعاليت پيل کړى دى.

د ٨ صبح ورځپاڼې”  په بغلان کې د اورلګېدنې له امله څه د پاسه زر کورنۍ بېځايه شوې دي ” ترعنوان لاندې لیکلي دي.

په جوزجان کې اورلګېدنه د بر مرديانو خلکو ته زيات مالي زيانونه اړولي دي

د دغې اورلګېدنې له امله په تېره يوه اوونۍ کي د استوګنې څه د پاسه ١٥٠ کورونه سوځېدلي او د برمرديانو د کلي څه د پاسه زر کورنۍ له خپلو کورونو څخه بېځايه شوي دي.

\ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا