خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

په کابل کې د ځینوغیر دولتي ورځپاڼو خپرونو ته یوه کتنه

کابل، د وږي لومړۍ نېټه ، باختر

یو شمېرغير دولتي ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د هېواد پر بېلابېلو سیاسي، پوځي، سیمې او د نړۍ د روانو پېښو په اړه يو لړ مطالب او راپورونه خپاره کړي دي.

د باختر آژانس خبريال د دغو ورځپاڼو خپرونو ته په کتنې سره دغه رپوټ چمتو کړى دى.

د اطلاعاتو روز ورځپاڼې”  کابل ښاروالۍ د سراى شمالي- د کوتل بازار د سړک

د تګلوري د کورونو د تشولو غوښتنه وکړه   “تر عنوان لاندې لیکلي دي.

کابل ښاروالۍ وايي چې د سراى شمالي – کوتل بازار سړک پراخوي او د دغه سړک شاوخوا کورونه بايد تش کړاى شي.

د دغو کورونو اوسېدونکو ته لس ورځې وخت ورکړل شوى چې خپل کورونه تش کړي.

د کابل ښاروالۍ د اعلام له مخې د سراى شمالي – کوتل بازار د سړک پراختيا د          کابل- شمال د سړک د لومړي فاز يوه برخه ده.

د ٨ صبح ورځپاڼي”  د کابل – قندهار لويه لار د ترافيکو پرمخ تړل شوې ده”  تر عنوان لاندې لیکلي دي.

د غزني ولايت سيمه ييز خبر ځايونه وايي چې په غزني ولايت کې د باران د سخت اورښت او د سېلابونو د راوتلو له امله د کابل – قندهار لومړۍ نمبر لويه لار د ترافيکو پرمخ تړل شوې ده.

دغو خبرځايونو د زمري ٣١ نيټه وويل چې دغه لويه لار د غزني ښار په مرکز بلخ دروازې په ساحه کې، د موشکي دوه لارې او د قره باغ ولسوالۍ د ليوني بازار په ساحه کې د ترافيکو پرمخ تړل شوې ده.

د خبرځاى د خبر له مخې همدا اوس په سلګونو مسافر په سېلاب کې بند پاتې دي.

\ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا