خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

په کابل کې د ځینوغیر دولتي ورځپاڼو خپرونو ته یوه کتنه

 کابل، د وږي ٨ مه، باختر

یو شمېرغير دولتي ورځپاڼو په خپلونننیو ګڼو کې د هېواد پر بېلابېلو سیاسي، پوځي، سیمې او د نړۍ د روانو پېښو په اړه يو لړمطالب او راپورونه خپاره  کړي دي.

د باختر آژانس خبريال د دغو ورځپاڼو خپرونو ته په  کتنې سره دغه رپوټ چمتو  کړى دى.

د اطلاعاتو روز ورځپاڼې د”  افغانستان ته ۴۰ میلیونه نغدي مرسته ورسېده

“ترعنوان لاندې لیکلي دي.

د افغانستان مرکزي بانک وايي د نړيوالې ټولنې د بشردوستانه مرستو په دوام ٤٠ ميليونه ډالره نغدي مرسته پرون کابل ته را رسېدلې ده.

د مرکزي بانک د خبرپاڼې له مخې: دغه پيسې يو تجارتي بانک ته سپارل شوې دي.

د ٨ صبح ورځپاڼي”  د مقتداصدر د ګوښه کېدو له اعلام څخه وروسته په عراق کې       د جګړو له امله ١٥ تنه ووژل شول ” ترعنوان لاندې لیکلي دي.

له هغه وروسته چې شيعه روحاني مقتدا صدراعلام وکړ چې د عراق له سياست څخه  به ګوښه شي سلګونو پلويانو یې د جمهوري رياست پرماڼۍ بريد وکړ.

دغې ورځپاڼې ” د ملګرو ملتو سازمان د مرستو رييسې  د افغانستان خلکو ته د مرستو پر دوام ټينګار وکړ” ترعنوان لاندې په يو بل مطلب کې ليکلي دي.

د ملګرو ملتو سازمان د مرستو رييسې مارتين ګريفيتس ويلي، چې نړۍ بايد خپلې پر مختيايي مرستې په افغانستان کې له سره پيل کړي.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا