په کابل کې د ځینوغیر دولتي ورځپاڼو خپرونو ته یوه کتنه

کابل، د زمري١٣ مه، باختر
یو شمېرغيردولتي ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د هېواد پر بېلابېلو سیاسي، پوځي، سیمې او د نړۍ د روانو پېښو په اړه يو لړمطالب او راپورونه خپاره کړي دي.
د باختر آژانس خبريال د دغو ورځپاڼو خپرونو ته په کتنې سره دغه رپوټ چمتو کړى دى.
د ٨ صبح ورځپاڼې د” د افغانستان اسلامي امارت امريکا او چين ته: خپل اختلافات له مناسبې لارې حل کړئ ” ترعنوان لاندې لیکلي دي.
د افغانستان اسلامی امارت د بهرنيو چارو وزارت د تايوان په اړه د امريکا او چين ترمنځ د اختلافونو په اړوند ويلي، چې دواړه هېوادونه دې خپل اختلافات له مناسبې لارې حل کړي.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي د زمري په ١٢مه په يوه تويټ کې ليکلي، چې د چين او د امريکا د متحده ايالاتواړيکې د سيمې پر امنيت، ثبات او سوکالۍ اغېزه کوي.
د يادونې وړ ده چې تايوان ته د امريکا د استازو مجلس د رييسې نانسي پلوسي له سفر وروسته د واشنګټن او بيجينګ ترمنځ اختلاف زيات شوي دي.
د اطلاعاتو روز ورځپاڼې د ” يوه بهرنى بنسټ په هرات کې ٥٠٠ تنو ته د حرفوي زده کړو زمينه برابره کړې ده “ترعنوان لاندې لیکلي دي.
په هرات ولايت کې يو بهرني بنسټ د ٣٠٠ ښځو په ګډون ٥٠٠ تنو ته د حرفوي زده کړو زمينه برابره کړې ده.
دا پروګرام پرون د اسلامي امارت د کار او ټولنيزو چارو وزارت د سرپرست له خوا پرانستل شو.
په دې پروګرام کې د خياطۍ، لاسي صنايعو،. غالۍ اوبدلو، د مبايل ترميم، د برېښنا انجينرۍ او آرايشګرۍ په ګډون ١٨ حرفې شته چې په شپږو مياشتو کې ٥٠٠ تنو ته روزنه ورکول کېږي.
د مرسي ډلې د موسسې مسوول جک بايرن وويل چې د دغه پروګرام برخه وال د کورنيو بېځايه شويو بېوزلو او د راستنېدونکو کورنيو غړي شامل دي.
نوموړي وويل چې د زده کړې له دوري وروسته فارغانو ته د کاروسايل هم ورکول کېږي.
\ذ