اقتصاد

په بلخ کې دافغانستان او ايران دګډ تجارتي نندارتون پرانستل .

کابل باختر  دليندى اوولسمه :
دافغانستان اوايران ترمنځ دويم ګډ تجارتي نندارتون پرون دبلخ ولايت دسرپرست عطامحمد نور او په افغانستان کې دايران دسفير محمد رضا بهرامي په وړاندې په مزارشريف کې دڅلورو ورځو لپاره پرانستل شو .
د نندارتون دچارواکو دڅرګندونوله  مخې په دغه نندارتون کې دخوراکي  او روغتيايي توکو ډول ډول توليدات له لاسي صنايعو او صنعتي او کيمياوي محصولاتو سره په پنځه څلويښت غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي دي .
دبلخ ولايت سرپرست عطامحمد نور چې په دغه نندارتون کې حاضر و دافغانستان او ايران دګډ تجارتي نندارتون  دپرانستلو  په هرکلى سره وويل:  دبلخ ولايت داقتصادي  فعالانو دپانګونې لپاره بشپړ امنيت لري او دبلخ ولايت مشرتوب هلې ځلې کوي چې دزياتو پانګونو لپاره ښې زمينې برابرې کړي .
له بلې خوا هم په افغانستان کې دايران سفير ډآکتر  محمد رضا بهرامي په دې باور دى  چې بايد افغانستان او ايران په سوداګرۍ کې خپلې  اړيکې محدودې نه کړي  بلکې سوداګريز اړيکې بايد په نورو برخو کې دزياتو اړيکو لپاره پيل وي .
ده زياته کړه: دګډو نندارتونونوجوړول کولاى شي ددواړو هېوادو ترمنځ دزياتو اقتصادي همکاريو لپاره نمونه وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته