خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

په کابل کې د ځینوغیر دولتي ورځپاڼو خپرونو ته یوه کتنه

کابل، د زمري١٧ مه، باختر

یو شمېرغير دولتي ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د هېواد پر بېلابېلو سیاسي، پوځي، سیمې او د نړۍ د روانو پېښو په اړه يو لړ مطالب او راپورونه خپاره کړي دي.

د باختر آژانس خبريال د دغو ورځپاڼو خپرونو ته په کتنې سره دغه رپوټ چمتو کړى دى.

د اطلاعاتو روز ورځپاڼې ” په پکتيکا او خوست کې زلزله ځپلو ته د استوګنې دوه زره کورونه جوړېږي  “تر عنوان لاندې لیکلي دي.

د افغانستان اسلامي امارت د پيښو د څيړنې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې په پکتيکا او خوست ولايتونو کې زلزله ځپلو ته د ۱۲،۸ ميليونو ډالرو په لګښت د استوګنې کورونه جوړيږي.

د غبرګولي مياشتې په وروستيو ورځو کې د افغانستان په جنوب ختيځ کې مرګانۍ زلزله وشوه چې له امله یې څه د پاسه  زر تنه ووژل شول او زيات مالي تاوانونه يې رامنځته کړل.

د ٨ صبح ورځپاڼې ”  تايوان د بيجنګ او واشنګټن د مخامخ کېدو سيمه  ” تر عنوان لاندی لیکلي دي.

تایوان  د 23میلیونو وګړو په لرلو سره د چين سواحلو په ٨٠ مايله واټن کې يو ټاپو دى  او زياته موده کيږي چې د واشنګټن او بيجنګ ترمنځ د تاوتريخوالي سيمه ده، خو اوس تايوان ته د امريکا د استازو د مجلس د رئيسې په سفر سره دغه تاوتريخوالى زيات شوى دی. بيجنګ پر دغه سفر سخت اعتراض کړى  او امريکا ته يې خبر دارى ورکړی.

په تايوان او په ټوله نړۍ کې د دموکراسۍ د ساتنې لپاره  د امريکا هوډ دغه راز ثابت دى، داسې ښکاري چې امريکا په خپل دغه هوښيارانه اقدام سره غواړي چې  چين په غم ککړ کړي او په  يو مناسب ځاى  کې ماتې ورکړي.

\  ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا