سیاست

لوى څارنوالى د کابل دوه پخواني ښاروالان وغوښتل

کابل باختر دوږي دمياشتې  ٢٤ :
د لوى څارنوالۍ وياند وايي چې  د کابل  دوه تنه پخواني ښاروالان محمد يونس نو انديش او روح الله امان د پوښتنې په مقصد دغې ادارې ته جلب شوي دي.
د لوى څارنوالى وياند بصير عزيزي رسنيوته وويل: د کابل ښار دوه تنه پخواني ښاروالان محمد يونس نو انديش او روح الله امان په دغې ادارې دځينو لګول شويو تورونو د روښانه کيدو په مقصد دغې ادارې ته جلب شوي وو ، چې محمد يونس انديش لوى څارنوالى ته مراجعه وکړه او روح الله تر اوسه پورې لوى څارنوالى ته نه دى حاضر شوى .
ويل کيږي چې امان تر اوسه پورې په بهرکې دى.
د لوى څارنوالى وياند په دې باب زياتې څرګندونې ونه کړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته