خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

په کابل کې د ځینوغیر دولتي ورځپاڼو خپرونو ته یوه کتنه

کابل، د دزمري٢٠مه، باختر
یو شمېرغيردولتي ورځپاڼو په خپلونننیو ګڼو کې د هېواد پر بېلابېلوسیاسي، پوځي، سیمې او د نړۍ د روانو پېښو په اړه يو لړمطالب او راپورونه خپاره کړي دي.
د باختر آژانس خبريال د دغو ورځپاڼو خپرونو ته په کتنې سره دغه رپوټ چمتو کړى دى.
د ٨ صبح ورځپاڼي د” د چين سفارت د دغه هېواد په کورنيو چارو کې د بريټانيا لاسوهنه د نه منلو وړ وبلله ” ترعنوان لاندې لیکلي دي.
په انګليس کې د چين سفارت اعلام کړى، چې د تايوان د حالاتو پر سر د بهرنيو چارو وزارت ته د چين سفير ژنګ زګوانګ احضارول د يو خپلواک هېواد په کورنيو چارو کې د نه منلو وړ لاسوهنه ده.
د روسيي د دولتي اژانس خبرله مخې په بريټانيا کې د چين سفارت په وينا کې چې د اګست په ١٠مه په تويټر کې خپره شوې، ويل شوي دي، تايوان د چين د خاورې نه بيليدونکې برخه ده، د بريټانيا په ګډون هيڅ بهرنى هېواد د چين په کورنيو چارو کې د لاسوهنې حق نه لري، هغه کار چې بريټانيا يې بايد ترسره کړي دا دى چې د واحد چين د اصل په اړه دې پرخپلې ژمنې عمل وکړي.
د اطلاعاتو روز ورځپاڼې د” بايډن ته د اقتصاد پوهانو ليک: د افغانستان مرکزي بانک زېرمې ازادې کړئ، “ترعنوان لاندې لیکلي دي.
د نوبل جايزې ګټونکي جوزف ايتګليتز په ګډون د اقتصاد څه د پاسه ۷۰ کار پوهانو د امريکا جمهورييس جوبايډن ته په يوه ليک کې له واشنګټن او نورو هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان مرکزي بانک شتمنۍ آزادې کړي.
\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا