سیاست

جمهور رئیس غني په مونیخ امنیتي کنفرانس کې له یو شمېر نورو لوړ پوړو مقاماتو سره هم وکتل

کابل_باختر د کب د مياشتې١مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د المان مونیخ ښار کې په مونیخ امنیتي کنفرانس کې د کتنو په لړ کې د ګډون کوونکو هېوادونو ځینو نورو لوړو مقاماتو سره جلا جلا وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهور رئیس محمد اشرف غني د جان مکن په مشرۍ امریکایي سناتورانو په کتنه کې د افغانستان حکومت د پروګرامونو ملاتړ او همکارۍ څخه مننه وکړه.
دې سناتورانو فساد سره د مبارزې او اصلاحاتو راوړلو په برخه کې د افغانستان حکومت د ټینګ تعهد او همدارنګه په دې برخه کې د پام وړ فعالیتونو قدرداني وکړه.
جان مکن هیله څرګنده کړه چې د امریکا نوې اداره په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول په تخنیکي برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي. هغه زیاته کړه، د امریکا د کانګرس غړي د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مرستو او امکاناتو د حیف او مل کېدو د مخنیوي په برخه کې د افغانستان د حکومت د اقداماتو هرکلی کوي.
همدارنګه د هېواد جمهور رئیس د بین المللي جزا محکمې عمومي څارنوالې مېرمن فتو بینسودا سره وکتل. د بین المللي جزا محکمې څارنوالې د خشونت پېښو په جریان کې د افغانستان په ملکي قربانیو تاسف څرګند کړ.
هغه د جرایمو په هکله وویل، ځینې کړنې چې زورمندان یې ترسره کوي، بین المللي قضایي محکمه د هغو مکلفیتونو په دلایلو چې لري یې د افغانستان قضیې ته توجه کوي او له نږدې څخه به یې تعقیب کړي. هغه د افغانستان د حکومت د اصلاحاتو ستاینه هم وکړه.
د بین المللي محکمې څارنوالې وویل چې د بین المللي جزا محکمه به د افغانستان دولت سره  همکاره پاتې شي او د قانوني تسجیلاتو مطابق به عمل وکړي.
جمهور رئیس غني د بین المللي جزا محکمې ملاتړ څخه د مننې په ترڅ کې وویل، په افغانستان کې زرګونه ملکي وګړي د طالبانو او تروریستي ډلو له لوري د ځینو هېوادونو په ملاتړد خشونت د پېښو له امله قرباني کېږي.
د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه، چې د بین المللي جزا محکمه باید د هغو ډلو او هېوادونو پر وړاندې چې د خلکو په وژنه لاس پورې کوي پام وکړي او دا قضیه په جدي ډول تعقیب کړي.
جمهور رئیس د افغانستان د قضائیه قوې استقلالیت ته په اشارې وویل، عدلي او قضایي بنسټونه په بې طرفانه توګه جرمي قضایاوې تعقیبوي او موږ د دې بنسټونو استقلالیت ته پوره درناوی لرو.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د قطر د بهرنیو چارو وزیر سره په خپل استوګنځای کې وکتل. دواړو لورو د بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د همکاریو د انکشاف، د سولې بهیر او قطر کې د طالبانو د دفتر په اړه بحث او خبرې وکړې.
جمهور رئیس غني وویل، عمده بحث دادی چې طالبان له جنګ څخه لاس واخلي او د سولې پروسې سره یو ځای شي. هغوی باید د سولې په پلمه فرصتونه ضایع نه کړي، که تر راتلونکي پسرلي او اوړي پورې د طالبانو چلند کې مثبت بدلون څرګند نه شي او خشونت ته ادامه ورکړي، باید د قطر دفتر د بندولو په ګډون په هغوی باندې تحریمات تطبیق شي.
جمهور رئیس غني وویل، د کندهار د وروستۍ پېښې په هکله زموږ څېړنې ښیي چې طالبان او د هغوی شورا په دې پېښه کې لاس لري، هغوی په ملکي خلکو او د دوست هېوادونو ډیپلوماتانو باندې رحم نه کوي.
جمهور رئیس غني زیاته کړه چې سوله زموږ د هېواد او خلکو له مهمو لومړیتوبونو څخه ده ، خو داسې باید نه وي طالبان د سولې خبرې کوي او په عین حال کې جنګ ته هم ادامه ورکړي.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر وویل، د خشونت اعمال د توجیه وړ نه دي او موږ په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین لپاره خپلو کوښښونو ته ادامه ورکوو او هغه به  زیات کړو.
جمهور رئیس په خپل استوګنځای کې د چین د بهرنیو چارو وزیر سره په کتنه کې په دوه اړخیزه همکاریو ، د ورېښمو لارې جوړولو، د سولې مذاکراتو بهیر کې د چین د رول او د سولې د څلور اړخیز سند موادو عملي کولو ته د پاکستان د هڅونې په اړه خبرې وکړې.
همدارنګه دواړو لورو تروریزم سره په جدي مبارزه او د افغانستان او چین تر منځ په بېلابېلو برخو کې د مناسباتوپه تحکیم او همکاریو ټینګار وکړ.
جمهور رئیس غني او د جرمني لومړۍ وزیرې انګلا مرکل په مونیخ ښار کې په کتنه کې په سیمه کې د خشونت او تروریزم د خطرونو د زیاتوالي او عمومي اوضاع په اړه مفصل بحث وکړ.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه چې په المان کې قانوني محدودیتونه درک کوو. هغه د المان لومړۍ وزیرې څخه وغوښتل چې د هېواد د دوو قول اردوګانو لپاره تخنیکي او روزنیزې مرستې زیاتې کړي.
د المان لومړۍ وزیرې تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانۍ او کوښښونو قدرداني وکړه. په دې کتنه کې یې د نورو موضوعاتو تر څنګ د مسلکي روزنیزو پروګرامونو په هکله هم بحث وکړ.
جمهور رئیس غني له مېرمن مرکل څخه وغوښتل چې په مسلکي برخه کې د جي ای زیډ اقدامات په افغانستان کې زیات کړي.
همدارنګه جمهور رئیس غني په تخنیکي برخو کې د المان ښو تجربو ته په اشارې د افغانستان صکوک مطبعه کې د زیاتو ظرفیتونو د ایجاد په برخه کې د هغه هېواد د تجربو د شریکولو غوښتنه وکړه.
په دې کتنه کې چې د المان دفاع وزیر هم حضور درلود د کډوالو د حقونو د تامین په اړه هم بحث وشو. د المان دفاع وزیر وویل، افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې تخنیکۍ همکارۍ به وارزول شي.
جمهور رئیس غني وویل، په روان کال کې زیات شمېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شول او د افغانستان حکومت کوښښ کوي چې راستنېدونکو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
همدارنګه جمهور رئیس غني او د برتانیا دفاع وزیر په کتنه کې د عمده امنیتي او اقتصادي موضوعاتو په اړه د بحث په ترڅ کې د پاکستان او وروستیو پېښو په اړه بحث او خبرې وکړې. جمهور رئیس غني په دې هکله وویل، یوازینۍ لاره دا ده چې پاکستان د څلور اړخیزې ناستې پرېکړو باندې عمل وکړي چې خشونت کم شي.
د امریکا دفاع وزیر او د هېواد جمهور رئیس په جلا کتنه کې په پام وړ موضوعاتو بحث وکړ. د امریکا دفاع وزیر له جمهور رئیس غني څخه له دې امله مننه وکړه چې تل په افغانستان کې د امریکا قربانۍ یادوې. دواړو لورو تروریزم سره د ګډې مبارزې په اړه هم بحث وکړ. 
جمهور رئیس غني افغانستان سره بېلا بېلو برخو کې په ځانګړي ډول د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د امریکا متحده ایالتونو د همکارۍ مننه وکړه. دواړو لورو د افغانستان د امنیتي سکتور د څلور کلن پلان په اړه لنډې خبرې وکړې.
د امریکا دفاع وزیر څرګنده کړه چې د افغانستان په اړه د جنرال نیکولسن په وروستیو څرګندونو یې غور کړی او د هغه موندنې به وارزوي. هغه زیاته کړه، افغانستان د لومړي هېواد په توګه چې تروریزم سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لري وتوانېد چې دموکراتیک ارزښتونه په ښه توګه خوندي او له هغو څخه دفاع وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته