
کابل، د دزمري٢٣ مه، باختر
یو شمېرغيردولتي ورځپاڼو په خپلونننیو ګڼو کې د هېواد پر بېلا بېلوسیاسي، پوځي، سیمې او د نړۍ د روانو پېښو په اړه يو لړمطالب او راپورونه خپاره کړي دي.
د باختر آژانس خبريال د دغو ورځپاڼو خپرونو ته په کتنې سره دغه رپوټ چمتو کړى دى.
د اطلاعاتو روز ورځپاڼې د ” په قندهار کې د شري ناروغۍ له امله په دريو مياشتو کې ٢٩ ماشومان مړه شوي دي “ترعنوان لاندې لیکلي دي.
د قندهار ولايت روغتيايي خبرځايونه وايي چې په تېرو دريو مياشتو کې ٢٩ تنه ماشومان په دغه ولايت کې د شري ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
د قندهار حوزوي روغتون د ماشومانو د څانګې رييس ډاکتر محمد صديق دغه راز وايي د ثور، غبرګولي او د چنګاښ په مياشتو کې په شري ناروغۍ ٤٨٧ اخته ماشومان دغه روغتون ته ليږدول شوي دي.
د ٨ صبح ورځپاڼي ” د اسپانيا د موسيقۍ په جشنواره کې د ودانۍ د نړېدو له امله يو تن ووژل شو او ١٧ نورټپيان شول” ترعنوان لاندې لیکلي دي.
د اسپانيا د والنسياى د موسيقۍ په جشنواره کې د ودانۍ د نړېدو په پېښه کې يو تن ووژل شو او ١٧ نور ټپيان شول.
سي ان ان خبر ورکړى، چې دا پېښه د اګست په ١٣مه د اسپانيا د کولراى په ښار کې د سخت باد د چلېدو له امله رامنځته شوې ده.
يوه اسپانيايي مقام ويلي، چې وژل شوى کس ٢٢کلن و.
\ ج