روغتیا

په کروناویروس ۵۶ اخته کسان مړه شوي دي

کابل / د چنګاښ ۵مه / باختر
د عامې روغتيا وزارت اعلام کړى دى چې په تېرو ٢۴ ساعتو کې په هېواد کې ۱۰۹۵ کسان په کروناویروس اخته شوي دي.
د دغه وزارت د شمېرنو له مخې؛ په یاده موده کې په کروناویروس ۵۶ اخته کسان مړه شوي او ۳۰۰ تنه نور روغ شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې هندي ډوله پرمختللي کروناويروس په چټکۍ سره د پراختيا په حال کې دى او ويل کېږي چې د دغه ويروس څلورمه څپه هم په نړۍ کې پېژندل شوې ده.
د عامې روغتيا وزارت شمېرنې ښيي چې په هېواد کې د کووېډ -۱۹ ناروغۍ د خپرېدو له پيله تراوسه پورې ۱۱۴ زرو ۲۲۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له دې جملې څخه ۴ زرو ۶۵۰ تنه مړه شوي دي.
د عامي روغتيا وزارت له خلکو څخه غوښتي دي چې د کروناويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره روغتيايي لارښوونې او سپارښتونه رعايت کړي.
پای/ وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته