امنیت

پنځه تنه طالبان په خوست کې ووژل شول

کابل –باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٢
په خوست ولايت کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په بهيرکې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور يې ونيول شول.
دخوست ولايت ويندوى مبارز ځدران د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه عمليات تېره شپه ددغه ولايت د ګيان ولسوالۍ په ځينو سيموکې ترسره شول چې له امله يې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده زياته کړه چې د دغو عملياتو په بهيرکې درې تنه وسله وال طالبان نيول شوي دي او يوه اندازه جنګي وسايل هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
دهيواد په ختيځ کې، خوست له پاکستان سره پوله لري او د هيواد له نا امنو ولايتونو څخه بلل کيږي.
دهيواد امنيتي او دفاعي مقاماتو د دغه ولايت په ځينو سيموکې دپاکستاني طالبانو شتون د نا امنيو اصلي دليل بولي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته